Khyber.ORG

Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles |
| Culture | History | Language | People | Sites & Sounds | Tribes |
| Pictures | Music | Videos | Betak | Directory |

پروفيسر جهانزيب نياز

په پښتونخواه اردو لوپټه

په پښتونخوا ئې داردو لوپټه بيا خوره کړه
په بې غيرته پښتنو ئې اردو بيا سوره کړه
پښتون بې ننګه شو، دستار ئې لۀ سر وغورځيدو
د بې ننګۍ په کرسۍ ناسته ئې له پښتو غوره کړه
سندهى ته وګوره نامرده ترې سبق واخله
تۀ خو بازو ئې شمشير زن ئې هسې دې مل يره کړه
چې راوى خيل ته حاجت ستا دټوپکى پيښ شى
بيا په صف دې نۀ مړيږى مرګ له تاغوره کړه
چې ديو نټ دجوړيدو وخت شى پښتون مې ياد شى
چې کار ئې وشى بيا ئې قتل په چاړه سر کړه
پښتو شوه خواره هميشه له پښتنو لۀ لاسه
چې پښتو ئې پريښوه اردو ئې ورله په سر سوره کړه
دومره ژندون زۀ نياز غواړمه لۀ خدايه ځينې
چې پښتنو خپله پښتو او پښتونخوا کره کړه

G o o g l e
Khyber

hozhbar

scn logo
Sarhad Conservation
Network (SCN) Pakistan

Affiliates

khyberwatch
pashto.org musafar
toolandai
watan afghanistan