Khyber.ORG

Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles |
| Culture | History | Language | People | Sites & Sounds | Tribes |
| Pictures | Music | Videos | Betak | Directory |

پروفيسر جهانزيب نياز

پښتو وايه وښتو ليکه و پښتو لوله

پښتو وايه پښتو ليکه پښتو لوله
داپښتو پښتو نه ستاد لويۍ شان دے
داده نره ځکه نر په دنيا يادے
کۀ دې پريښوده زوال دې راروان دے
دې بې شماره طوفانونه په سر تير کړل
خو ددې همت په مخکښې تل روان دے
په دې هر رنګه نامه دشمن ده ايښې
خو پخپل همت ساتلے دے خپل ځان دے
پاکستان کښې کومه ژبه پورته تلې
بې لۀ دې نه ګړنګولے مې اسمان دے
نوے کول دې بيا دسر څڼى غم کاندى
درنګ ساعت له ګوره حسن دې تابان دے
که تا هيره کړم پښتو زۀ به نابود شم
ستا ژوندون مې دوجود روح روان دے
خدائى دې تل لره ژوندۍ بدرنګه مۀ شې
نوے کول دې ستائل کړے په شان شان دے
نورې ژبې دې وروستۍ تۀ اولين ئې
ځکه زوړ تاريخ دې ټول ډک لۀ بيان دے
زۀ به خپل قلم او سر تانه قربان کړم
تابه شته کړم په رښتيا دامې ايمان دے
اے پښتو تا کړې ماسره پښتو ده
ځکه تانه ځاريدل زما ارمان دے
نياز خدمت ته ستا تړلے ټينګه ملا ده
دايو سر مې پښتون تاځنې قربان دے

G o o g l e
Khyber

hozhbar

scn logo
Sarhad Conservation
Network (SCN) Pakistan

Affiliates

khyberwatch
pashto.org musafar
toolandai
watan afghanistan